د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د اقتصاد وزارت له خوا د خپرې شوې شمېرنې څخه ښکاري چې په ٢٠١٥ کال کې غېرحکومتي سازمانونو د طبي چارو، ښوونې، کرهنې او خدمتي صنعت په برخو کې افغانسان ته د ٨٢٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستندويه پانګې رسولي دي.
د افغانستان د طلوع تلويزيون د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه د افغانستان د اقتصاد وزارت د شمېرنې سره سم خبر ورکړ چې د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې په افغانستان کې د ثبت شويو غېرحکومتي سازمانونو شمېر ٢١٤٠ ته رسيدلی و چې له دې جملې څخه له ٢٧٠ نه زيات نړيوال سازمانونه او له ١٨٠٠ نه زيات کورني سازمانونه وو.
يادې خبري رسنۍ د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمان په قول ويلي چې د تېرو څو کلونو راهيسې افغانستان د طبي چارو، ښوونې او کرهنې په برخو کې پرمختګونه تر لاسه کړي، غېرحکومتي سازمانونو پکې مهم رول لوبولی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |