د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، افغان چارواکي د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه وويل، په هلمند ولايت کې د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه ١١ پوليس ووژل شول.
د ای اف پي خبري اژانس د هلمند ولايت د چارواکي په قول خبر ورکړ، د فبرورۍ د ٢٧مې نېټې په شپه، د لښکرګاه ښار کې د پلټنې پر يوې پوستې بريد وشو. يو پوليس چې له طالبانو سره يې پټې اړيکې درلودې، په ډزو يې ١١ خپل همکاران په داسې حال کې وژلي چې ويده وو او ور پسې يې د وسلو په وړلو سره تښتېدلی.
د اې اف پي خبري اژانس د خبر له مخې، طالبانو هم د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |