د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند جونس ديمروټ د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه په برلين کې وويل تېر کال په جرمني کې د مهاجرينو په موخه څه دپاسه ٣٥٠٠ جرمونه پېښ شوي چې دا ډېره د پاملرنې وړ مسئله ده.
د خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغو جرمونو له امله ٥٦٠ کسان ټپيان شوي او پکې ٤٣ ماشومان شامل دي. اوس د جرمني حکومت له دغه شان جرمونو سره مقابله پياوړی کوي. سږ کال د جرمونو شمېر د کمېدو په حال کې دی. هغه د جرمني له ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نژاد پرستۍ او تندلارۍ پر ضد په ګډه مبارزه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |