د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين حکومت د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې د مې په ديارلسمه نېټه به د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې ځايي ټولټاکنې تر سره شي. له دې امله چې حماس له دې ټولټاکنو سره مخالفت کوي، ټولټاکنه به په غزه کې تر سره نه شي. ځکه چې د غزې سيمه د حماس تر کنټرول لاندې ده، د دې سيمې ټولټاکنې به تر يوې ډېرې اوږدې مودې پورې وځنډول شي. په دې اعلاميه کې دا ندی ويل شوي چې په ختيځ بيت المقدس کې به ټولټاکنې تر سره شي که نه.
د فلسطين حکومت ځايي خبري رسنيو ته ويلي چې د فلسطين حکومت به تر راتلونکيو څلورو اوونيو پورې د حماس مثبت غبرګون ته انتظار وباسي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |