CRI Online

امنيت شورا کې د سوريې د کيمياوي وسلو په اړه د پرېکړې مسوده  تصويب نه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 09:49:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه د سوريې د کيمياوي وسلو په اړه د پرېکړې مسودې په هکله رايګيري وکړه او په پای کې يې ٩ موافقه رايې، ٣ مخالفې رايې او ٣ ممتنعې رايې تر لاسه کړې. روسيې، چين او بوليو مخالفې رايې وکړې. له دې امله چې روسيه او چين د امنيت شورا دايمي غړی دي، نو دغه مسوده  تصويب نه شوه. د دې مسودې له مخې به د کيمياوي وسلو له امله د سوريې پر اړوندو کسانو او تصديو بنديزونه ولګول شي.

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيی يي وويل، اوس په سوريه کې د کيمياوي وسلو په اړه پلټنه روانه ده، نو د پرېکړه کولو وخت نه دی رسېدلی. دغه مسوده د سوريې د کيمياوي وسلو مسئلې د حل او د سوريې بحران په اړه د ژنيو د خبرو اترو د هڅولو لپاره ګټوره نه ده.

امنيت شورا د تېر کال د نومبر په ١٧مه نېټه پرېکړه وکړه چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د استفادې مسئوليت په اړه پلټنه يو کال نوره اوږده شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای