CRI Online

يانګ جې چي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 09:49:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جې چي په امريکا کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريز تيليرسون سره وکتل.

يانګ جې چي وويل، لږ څه مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پيګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټليفوني خبرو کې په دې موافقه وکړه چې د چين او امريکا تر منځ اړيکې لا پراخې شي. چين غواړي چې په راتلونکې پړاو کې له امريکا سره يو ځای د نه مقاومت، يو د بل درناوی، همکارۍ او ګډو ګټو پر اصولو د دواړو خواوو د لوړپوړو چارواکو تر منځ تګ راتګ زيات کړي، په هره برخه کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ ژورې کړي، د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حل و وفصل په ساحه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، يو د بل د عمده ګټو درناوي وکړي، څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په سالم او ثابت ډول پرمختګ ومومي.

تيليرسون وويل، امريکا له چين سره د اړيکو د لا پرمختګ هيله لري او غواړي چې د نړيوالې او سيمه ييزې سولې د هڅونې لپاره لا زيات خدمتونه تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای