CRI Online

د اسيا انکشافي بانک : په اسيا کې پر بنسټيزو تاًسيساتو پانګونه به له دوو مليارډو او شپږ سوو مليونو امريکايي ډالرو څخه هم واوړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 10:10:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا انکشافي بانک د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه په يوه راپور کې ويلي چې تر دوه زره دېرشم کال پورې، په اسيا کې د بنسټيزو تاًسيساتو پانګونه به له دوو مليارډو او شپږ سوو مليونو امريکايي ډالرو څخه هم واوړي يعنی هر کال به سل مليونو او اوه لکو امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

د اسيا انکشافي بانک ويلي، په تيرو لسګونو کلونو کې، په اړوندو پنځه څلوېښتو هېوادونو کې د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړونې په ساحه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي، د اقتصادي پرمختګ سرعت چټک شوی، د بېوزلو وګړو شمېر کم شوی، د وګړو د ژوند سويه په څرګند ډول ښه شوې. خو لا هم څلور سوه مليونه وګړي د برېښنا ته، درې سوه مليونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته، يو مليارډ او پنځه سوه مليونه وکړي طبي اسانتياوو ته اړتيا لري. په زياتو هېوادونو کې، د بندرونو، پټليو او واټونو کموالی د بازاري پرمختګ په لاره کې خنډ بلل کيږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای