CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان مدير په دونالد ټرمپ غږ وکړ چې د سوداګرۍ مسابقه و نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 14:38:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرټ ازويدو د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه د امريکا په ولسمشر دونالد ټرمپ غږ وکړ چې د سوداګرۍ مسابقه و نه کړي، که نه، ناورين او بده نتيجه به رامنځته شي.

نوموړي د جرمني له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د سوداګرۍ ساتنه به د امريکا د بيا قوی کېدو سبب و نه ګرځې. د ټرمپ دغه نظر سم نه دی چې د امريکا د اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې ټولې ستونزې د نورو هېوادونو له امله رامنځته شوې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا د تصديو د ساتلو لپاره بايد د تعليم او ښوونې په برخو کې لا زياتې پانګې واچول شي، خو د مالياتو د زياتېدو له لارې نه کېږي.

په همدې ورځ روبيرټ ازويدو په ژنيو کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي مدير دنده بيا پر غاړه واخيسته. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای