CRI Online

د ٢٠٢٢ کال لپاره د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورټي لوبود بازاري پرمختګ پلان په رسمي توګه پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 15:54:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٠٢٢ کال د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو او د معيوبينو د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو د بازاري پرمختګ پلان د تېرې مياشتې په ٢٧مه نېټه پيل شو. اوس مهال د دې سپورتي لوبو لپاره بازاري پرمختايي راتلونکې څنګه ده؟ په نننۍ تبصره کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړو.

په همدې ورځ د دې پلان د پيل په مراسمو کې د بېجينګ د ګوندي کميټې منشي او د دې ښار د ژمني اولمپيک سپورټي لوبو د تشکيلاتي کميټې رئيس جوو جين لونګ وويل چې کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ به د دې لوبو له بازاري پرمختګ څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړي.هغه وويل (اواز...........)بريالی بازاري پرمختګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو د جوړېدو مهم ضمانت بلل کيږي.د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو او د معيوبينو د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو په بازاري پرمختګ کې به نوی ميکانيزم غوره شي او ټولنيز ځواکونه په پراخه توګه پکې برخه واخلي تر څو د چيني تصديو د پياوړتيا او نړۍ ته د دغو تصديو د ننوتلو لپاره فرصت برابر شي او اقتصادي او ټولنيزې ګټې تر لاسه شي.

ياد پرمختيايي پلان د د دې لوبو د تمويلو،د دې اولمپيک سپورټي لوبوپه اړه د توليداتو د پلورلو او اړوند تکيټونه پر دريو برخو ويشل کيږي چې دا هم د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورټي لوبو او د معيوبينو د اولمپيک سپورتي لوبود عايداتو د تر لاسه کولو سرچينه هم ده.له ٢٠١٧ کال څخه د يادو سپورتي لوبو تر پای ته رسيدو پورې به د دې سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه به دغه پرمختيايي پلان پلي کړي تر څو د يادو سپورتي لوبو لپاره کافي بودېجه ، مالونه ،تخنيکونه او خدمتونه برابر کړي.په عين وخت کې دوی د دې سپورټي لوبو په اړه د تصديو د حقونو د ساتلو لپاره غوره خدمت هم وکړي.

د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې د مالي او بازاري پرمختګ د څانګې مشر پياو شيو دونګ د معلوماتو له مخې د دې سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه به په دريو لارو چارو تمويلوونکې تصدۍ غوره کړي.هغه وويل (اواز..........)موږ به د تصديو د وړتيا ،د تمويلوونکې بيې،د اړوندو توليداتو او د خدمتي ضمانت د توان ،د اغيزې لرونکې بڼې او د توليداتو د پلورلو او مروجولو له توان سره سم مساعدې تمويلوونکې تصدۍ غوره کړو.

د دې لوبو د اړوندو توليداتو د ځانګړې پلورنې او ادارې پلان به په ٢٠١٨ کال کې د جنوبي کوريا تر ژمني اولمپيک سپورټي لوبو وروسته پيل شي.اړوندې تصدۍ به د دغو توليداتو له توليد او پلورنې څخه ګټې واخلي او د اړوندو توليداتو د کارونې پيسو د ور کولو له لارې د ٢٠٢٢ کال لپاره د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبو او د معيوبينو د ژمني اولمپيک سپورټي لوبو د جوړولو او د اولمپيک غورځنګ د مروجولو لپاره خپل خدمتونه وکړي.هغه وويل(اواز..........) په دې پلان کې ډېر ډولونه توليدات شامل دي د بېلګي په توګه جامې، د لوبو سامان الات،هنري شيان،قيمتي ډبرې ، سپورتي توليدات او داسې نور.

سربېره پردې د بېجينګ د ژمني اولمپيک سپورتي لوبوتشکيلاتي کميټه د يادو سپورتي لوبو د تکيټونو اړوند پلان جوړ او پلی کړي. د بېجينګ د ښاروال مرستيال او د دې تشکيلاتي کميټې د اجرائيوي کميټې مرستيال جانګ جيان دونګ وويل چې د ياد پرمختيايي پلان په پيلولو سره به تشکيلاتي کميټه د اولمپيک سپورتي لوبو د پرمختګ او د اړوندو بڼو د اعلانونو او خبرتياوو د پرمخبيولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي تر څو د اړوندو تصديو لپاره ډېر نور پرمختيايي فرصتونه برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای