CRI Online

چين له امريکا سره د شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ٤٥مې کاليزې په ګډه يادنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 15:32:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه د امريکا په لاس انجلس کې د چين کونسلګرۍ او د امريکا د ريچارډ نيکسون صندوق د نيکسون په کتابتون کې د شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ٤٥مې کاليزې په ګډه يادنه وکړه.

د چين کونسل ليو جيان د يادونې په مراسمو کې وويل، د شانګهای په اعلاميه کې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار شوی او ستر تاريخي ارزښت لري. په ١٩٧٩ کال کې د چين او امريکا تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو تر ٣٨ کلونو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له دوه اړخيز تاريخي چوکاټ څخه وتلې. د چين او امريکا تر منځ ثابتې او مناسبې اړيکې د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون خوري.

د ريچارډ نيکسون صندوق رئيس بيل باربولټ وويل، چين او امريکا د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په برخو کې پراخې ګډې ګټې لري، هنري او کلتوري تبادلې يې هم د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې. هغه هيله من دی چې چين او امريکا د شانګهای اعلاميې د روحيې له مخې يو د بل د کلتور او نظام درناوي وکړي او خپلمنځي همکارۍ دې نور هم پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای