CRI Online

د چانګ عه څلورم نمر سپوږمکۍ به له سپوږمۍ څخه د چين د ليدنې څلورم پړاو پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 15:34:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هوانوردۍ تکنالوژۍ شرکت عمومي لارښوونکي او ډيزاينر يې پې جيان د مارچ په لومړۍ نېټه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، له سپوږمۍ څخه د چين د ليدنې څلورم پړاو به پيل شي.

د ټاکلي پلان له مخې به د چانګ عه پنځم نمر سپوږمکۍ په روان کال کې له سپوږمۍ څخه د ليدنې وروستی ګام پورته کړي. تر هغه وخت به له سپوږمۍ څخه د چين د ليدنې درېيم پړاو موخه پوره شي. ور پسې به د چانګ عه څلورم نمبر سپوږمکۍ په ٢٠١٨ کال کې فضا ته وغوتول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای