CRI Online

د چين استازي وغوښتل چې د سياسي لارې د سوريې مسئله حل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 15:42:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جې يي د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه وويل، اوس مهال د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل ښه فرصت موجود دی، نړيواله ټولنه دې د دې مسئلې د سياسي حل و فصل په لاره ټينګار وکړي.

هغه وويل، د سوريې اوربند په دې وروستيو کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې ساتل کيږي. د ژنيو خبرو اترو نوې دوره اوس روانه ده. دا د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره ډېر ګټور فرصت دی. نړيواله ټولنه دې د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل په لاره ټينګار وکړي او د سوريې د بېلا بېلو خواوو تر منځ د اوربند او سوله ييزو خبرو اترو د ساتنې لپاره يوه لاره پيدا کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای