د چين د درېيو تنګيو کمپنۍ خبر ورکړ چې د نن تر دوولسو بجو او اته ويشتو دقيقو پورې د يانځه سيند په درېيو تنګيو کې د اوبو په وسيله د برېښنا د توليد اندازه مجموعا له زرو ميلياردو کيلوواټوساعت څخه اوښتې ده چې ددې برېښناکوټ له په کار لوېدو راهيسې يوه مهمه مرحله ده .د اوبو په وسيله د برېښنا د توليد طريقه د پاکې انرژۍ د اخيستلو ښه لاره ده او دغه ډول پاکه انرژي په هېواد کې د انرژۍ جوړښت د برابرۍ او د ملي اقتصاد د پرمختيا ، دغه راز د يانځه سيند په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړېدو لپاره فعال رول لوبولی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |