CRI Online

د انټرنېټي فضا په اړه د چين د نړيوالې همکارۍ ستراتيژي خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 19:48:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت او انټرنېټي معلوماتي دفتر د مارچ په لومړۍ نېټه په ګډه د انټرنېټي فضا په اړه د چين د نړيوالې همکارۍ ستراتيژي خپره کړه چې اصلي موضوع يې سوله او پرمختګ،همکاري او ګډې ګټې دي او موخه يې د انټرنېټي فضا د ګډې ټولنې جوړېدل دي.

دا لومړی ځل دی چې چين د انټرنېټي مسئلې په اړه نړيواله ستراتيژي خپروي او په کې ويل شوي چې انټرنېټي فضا انسانانو ته ستر فرصتونه رسولي دي او په عين وخت کې نوي ننګونې يې هم رامنځته کړي دي.بېلا بېل هېوادونه دې خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي او په ګډه دې د انټرنېټي فضا د سولې،ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای