CRI Online

چين د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو او د انساني برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 09:08:11

هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په لومړۍ نيټه په ژنيو کې د م م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي او لوی سفير ما جاو شو د م م د بشري حقونو شورا په ۳۴مه غونډه کې د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې سرليک يې دی د بشري حقونو ساتلو او پرمخبيول او د انساني برخليک ټولنې ابادي.

سفير ما جاو شو څرګنده کړه چې دا يوه څو قطبيزه نړۍ ده او اقتصادي چارې د نړيوال کېدو په حال کې دي. بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره اړيکي ساتي او يو پر بل اتکا کوي چې سره ګډ برخليک لري. د دې تر څنګ نړيوالې ننګونې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د امنيت او ګټو ګواښ دي. د نړيوالې سولې، ګډ پرمختګ او د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو لپاره مختلف هېوادونه بايد د انساني برخليک يوه ټولنه اباده کړي څو چې له دايمي سولې، عمومي امنيت، ګډې سمسورتيا او ورخلاصون څخه يوه ډکه، ښکلې او پاکه نړۍ جوړه شي.

سفير ما جاو شو لاندې درې ادعاګانې وړاندې کړې چې لومړی د حاکميت پر مساوات ټينګار، دوهم پر ډيالوګ او سلامشورې ټينګار او درېيم د ګډو ګټو پر همکارۍ ټينګار دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای