د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د مارچ په لومړۍ نيټه دوه چاودنې وشوې. د دغه هېواد د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړ چې د دغو دوو چاودنو له امله تر اوسه پورې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۶تنه وژل او ۵۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ چاودنه پر ځايي وخت د غرمې په دوولسو بجو او ۴۰ قيقو شاوخوا د دغه ښار په لويديځ ۶مه ناحيه کې وشوه. د پوليسو په قول اورپکو لومړی د موټر بم په کارولو سره د دغې ناحيې د پوليسو ادارې د دروازې پر وړاندې ځانمرګي بريد وکړ. بيا وروسته ۴ بريدګر د پوليسو ادارې ته ننوتل او له پوليسو سره په ډزو کې مړه شوي دي.
تر غرمې وروسته په يوې بجې شاوخوا د کابل په ختيځ د پوليسو په ۱۲مه ناحيه کې بيا چاودنه وشوه. د بريد موخه د ملي امنيت ادارې يوه وداني وه. بريدګر په چاودنه کې مړ شوی.
طالبانو د دغو دوو بريدونو پړه پر غاړه واخيستله.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |