CRI Online

د اروپايي ټولنې سپين کتاب: د ۲۷ هېوادونو اروپايي ټولنه به جوړه شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 09:32:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميسيون مشر جونکر د مارچ په لومړۍ نيټه په برکسيل کې د اروپايي پارلمان په يوه عمومي غونډه کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا تر وتلو وروسته د دغې ټولنې د راتلونکي په اړه سپين کتاب خپور کړ چې پکې تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۲۷ غړيو هېوادونو اروپايي ټولنې د جوړولو پلان وړاندې شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې دغه سپين کتاب د روانې مياشتې په ۲۵مه نيټه د روم تړون د لاسليک ۶۰ کليزې د يادونې لپاره چمتو شوی دی. دغه کليزه به د ۲۷ غړيو هېوادونو د اروپايي ټولنې د ابادولو پلان د جوړېدنې ورځ هم وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای