CRI Online

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د چين له حکومتي استازي جانګ ايي سوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 15:20:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فبروري په ٢٨مه نېټه د پاکستان صدراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې د چين له حکومتي استازي او د چين د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال جانګ ايي سوي سره وکتل.

صدراعظم شريف د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه چې د اقتصادي همکارۍ سازمان په ١٣مه سرمشريزه غونډه کې يې  د ګډون لپاره  استازي ليږلی او ويې ويل چې د پاکستان حکومت له چين سره د دوستۍ د ټينګښت لپاره هڅه کوي او غواړي چې له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وساتي، په هر اړخيزه توګه دې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز جوړونه پرمخ لاړه شي او د سترو مسئلو په هکله دې له چين سره د نظريو تبادله پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته ورسيږي.

جانګ ايي سوي وويل چې د سيمه ييزې سمسورتيا د پرمخبيولو تر عنوان لاندې به دغه غونډه د سيمه ييزې همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک راوپاروي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای