د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې هند د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د ٢١ تنه پاکستاني بنديانو او ١٨ کب نيوونکو په شمول نهه دېرش تنه پاکستانيان خوشي کړي دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ دغه کسان له اتاري واګا څخه په تېرېدو پاکستان ته وسپارل شول.
له دې نه مخکې د هند تايمز ورځپاڼې خبر ور کړ چې د پاکستان له خوا د يوه هندي عسکر تر خوشې کولو وروسته په دې هېواد کې د پاکستان لوړ پوړي چارواکي د دې ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې پاکستان هيله لري چې هند هغه پاکستانيان خوښی کړي چې د بند موده يې پای ته رسېدلې ده. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |