CRI Online

د سوريې پوځ د پلميرا لرغونی کلا بيا ونيوله

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 09:36:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه وويل چې تر جګړې وروسته حکومتي پوځ د داعش ډلې څخه د پلميرا لرغونی کلا بيا ونيوله چې د دې هېواد په منځ کې د پلميرا ښار په لويديځ کې پرته ده.

د دې هېواد پوځي چارواکې د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي چې د يادې کلا له لاسه ور کولو وروسته د داعش ډلې وسله وال د پلميرا ښاري سيمې ته په شا شوي. د إټکل له مخې حکومتي پوځ به ژر په پوره توګه د پلميرا ښار بيا ونيسي.د داعش ډلې د ٢٠١٥ کال په مې مياشت کې دغه ښار ونيوه چې د تېر کال په مارچ مياشت کې د حکومتي پوځ له خوا بېرته نيول شوې ؤ. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای