CRI Online

د اقتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه په پاکستان کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 09:37:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان د دان ورځپاڼې د مارچ په لومړۍ نېټه خبر ور کړ چې د اقتصادي همکارۍ سازمان ١٣مه سرمشريزه غونډه د مارچ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې تر سره شوه.د ايران، ترکيې او قزاقستان په شمول د غړو هېوادونو دولتي يا حکومتي مشرانو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د دې غونډې عمده مضمون  د سيمه ييزې سمسورتيا او تګ راتګ پرمخبيول دي.د پاکستان صدراعظم نواز شريف د چين د پلاوي له مشر او د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال جانګ ايي سوي سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې دغه مضمون د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د چين د وړانديز او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د جوړېدو له موخو سره سمون لري. هغه باور لري چې د دې غونډې د جوړېدو له امله د سيمه ييز تګ راتګ سويه لوړه ، سوداګريزه او اقتصادي همکاري پياوړې او سيمه ييزه سمسورتيا او پرمختګ پرمخ ولاړ شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای