CRI Online

د عراق حکومت د موصل په لويديځ له جنګي سيمې څخه څه باندي شل زره ملکيان وايستل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 15:18:57

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق د کډوالو او مهاجرينو وزير جسيم محمد علي د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه په اعلاميه کې وويل چې د موصل په لويديځ کې د جګړې له پيل څخه يې ٢٦ زره ملکيان ځای پر ځای کړي دي. په دې اعلاميه کې راغلي چې په تېرو لسو ورځو کې د دې وزارت کاري ډلې دغو ملکيانو ته خواړه او درمل برابر کړي او د موصل په جنوب کې يې ځای پر ځای کړي دي.د فبروري په ١٩ مه نېټه د عراق صدراعظم حيدرالعباد د موصل په لويديځ کې د ښاري سيمې د بيا نيولو لپاره پوځی عمليات پيل کړی ول.
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای