CRI Online

د ٢٠١٦ کال لپاره د چين د حکومتي کارونو د راپور ټاکلي موخه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 15:16:08

د ٢٠١٧ کال لپاره د چين دوې غونډې به ژر پيل شي.د چين دولتي شورا د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه د ٢٠١٦ کال لپاره د حکومتي کارونو په راپور کې د ټاکلي دندو د تر سره کېدو په باب معلومات وړاندې کړل چې پکې څه باندې دېرش ماده ييزې دندې تر سره شوې.د کارپوهانو په اند له يادو دندو څخه ښکاري چې تېر کال د چين اقتصاد په ثابته توګه روان و او د ١٣ م پنځه کلن پلان په ښه توګه پيل شوی.

د ٢٠١٦ کال لپاره د حکومتي کارونو په راپور کې څه باندې دېرش ماده ييزې دندې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت،د اوسېدونکو د مصرفي بيې،په علاقه داريو او ښارګوټيو کې د نوي استخدام،د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت لپاره د انرژيو لګښت، د اورګاډي او سړکونو د پانګونې او له بې وزلو کسانو سره د مرکزي حکومت د ماليي مرستندويه پيسو په شمول له ډېرو برخو سره تړاو لري.

د دې راپور له مخې يو شمېر عمده موخې په ښه توګه تر سره شوې د بېلګي په توګه اټکل شوی و چې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې له شپږ اعشاريه پنځه څخه تر اوو پورې زيات شي.تېر کال دغه ارزښت په سلو کې شپږ اعشاريه اووه زيات شوی وو.اټکل شوې ؤچې د اوسېدونکو مصرفي بيه په سلو کې درې زياته شي،خو د زياتوالي انډول په سلو کې دوه و. سربېره پردې په ښارونو او علاقه داريو کې د استخدام شويو کسانو شمېر ١٣ مليونه او يو لک او څلوېښت زره تنه زيات شوی و چې دغه رقم له ټاکلي موخې څخه اوښتی دی.

د چين د نړيوال اقتصادي تبادلې مرکز د اطلاعاتو څانګې مشر وانګ جون وويل چې په ټاکلي وخت کې د يادو دندو له تر سره کېدو څخه څرګنده شوی چې تېر کال دچين اقتصاد په ثابته توګه روان و.هغه وويل (اواز............)دغه موخې په ښه توګه تر سره شوې د بېلګي په توګه د اوسېدونکو د مصرفي بيو پرمختيايي انډول په سلو کې له درې څخه کم دی .نو ښکاري چې په ٢٠١٦ کال کې د چين اقتصاد په ثابت حال کې و .

پانګونه د اقتصادي پرمختګ مهم خوځنده ځواک دی . تېر کال د چين حکومت د کورنيو اړتياوو د لټولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.د پانګونې د پراخوالي په برخه کې ددې راپور له مخې اړوندې څانګې بايد د اورګاډيو لارې او سړکونو د جوړولو لپاره په جلا جلا توګه اته سوه مليارډه يوانه او ١٦٥٠ مليارډه يوانه پانګه واچوي چې په دې جمله کې به د چين مرکزي حکومت پنځه سوه مليارډه يوانه پيسې ور کړي.تر اوسه پورې يادې موخې په پوره توګه تر سره شوې.

ښاغلي وانګ جون وويل چې پانګونې د اقتصادي پرمختګ د ثابت لپاره څرګند رول لوبولی دی. هغه وويل(اواز ...........) د وړم کال په پای کې د چين مرکزي حکومت د ٢٠١٦ کال لپاره دندې ټاکلې وې چې لومړی يې د اقتصادي پرمختګ ثابتېدل .نو په بنسټيزو تاسيساتو کې د چين حکومت پانګونه د اقتصادي پرمختګ د وروالي په موخه وه او لازم کنترولونکی تدبيرونه نيول شوي وو چې ور څخه د اقتصاد د عمومي کنترول په برخه کې د حکومت رول ښکاري.د دغو تدبيرونو موخه د اقتصادي پرمختګ ثابت او له حده د زيات توليدي توان کمزورتيا ده.

په ٢٠١٦ کال کې د چين حکومت د عمومي اقتصادي تګلارې د ثابتولو او بشپږولو لپاره ډېرې هڅې کړې او فعاله مالي تګلاره يې غوښه کړې او په چټکه توګه يې د مالياتو د ميکانيزم اصلاحات تر سره کړي تر څو اقتصادي پرمختګ په معقوله توګه ساتل شوی دی.

تېر کال په چين کې د يوې شتمنې ټولنې د جوړولو يو کليدی کال و او د ١٣ م پنځه کلن پلان د پلي کولو لومړی کال هم و.د دغو دندو او موخو له تر سره کېدو څخه څرګنديږي چې دغه پلان په ښه توګه پيل شوی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای