CRI Online

د امنيت شورا په افغانستان کې د دوو مسلسلو چاودنو سخته غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 15:10:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د مارچ په لومړۍ نيټه د خبري پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هغو دوو مسلسلو چاودنو سخته غندنه وکړه چې په همدې ورځ وشوې او له افغانستان څخه يې غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په دغه اعلاميه کې دغه خبره تکرار شوې چې امنيت شورا پر ځايي وګړيو،، ملي پوځ او امنيتي ځواکونو د طالبانو، القاعدې، داعش او ځينو ناقانونه وسله والو سازمانونو ګواښ ته زياته پاملرنه کوي. بايد ترهګرو ته سزا ورکړل شي او تر خپلې وسې پورې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې هېڅ ډول ترهګري د افغانانو په مشرۍ په دغه هېواد کې د سولې، ديموکراسۍ او ثبات د تر سره کېدو په موخه سوله ييز بهير نشي خرابولای.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای