د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د چين د هوانوردي تخنيکونو ډلې د تخنيکي کمېټې مشر ښاغلي باو وی مين د مارچ په ۲مه نيټه څرګنده کړه چې د اوږد مارچ په نوم ۵م نمبر راکټ به په سږ کال کې د توغونې دوه دندې تر سره کړي او په راتلونکو ۵ کلونو کې به دغه راکټ لا زياتې مهمې دندې پر غاړه واخلي.
د پلان له مخې، دغه راکټ به د روان کال په دوهمه نيمه کې د چانګ اه په نوم د سپوږمۍ ۵م کشفوونکی د توغولو دنده تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |