په دې وروستيو ورځو کې د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د ساد توغندي د ميشت ځای په هکله له لوټ نومې شرکت سره يو تړون لاسليک کړ چې ور سره د چيني انټرنټ کارونکو د مخالفت سبب شوی دی. د چين د سوداګرۍ د وزارت وياند سون جي ون د روانې مياشتې په دوهمه نېټه وويل چې د چين انټرنټ کارونکو احساست د توجه وړ دي . د چين حکومت په چين کې د جنوبي کوريا تصديو په شمول د بهرنيو تصديو د پانګونې هر کلی کوي او تل په چين کې د بهرنيو تصديو حقه حقونه ساتي ، خو په چين کې د دوی سوداګريز عملونه او اداره بايد له قانون سره سم روان وي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |