CRI Online

د تاجکستان ولسمشر د ترکيې له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-02 17:47:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د مارچ په لومړۍ نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام أباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان په ١٣مه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وکتل.دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او په نړيوال سازمان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه.

رحمان او اردوغان د کتنې په وخت کې وويل چې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٢٥ کلونو راهيسې په سياسي،اقتصادي او سوداګريزو برخو کې همکارۍ نوې سويې ته رسېدلي او په راتلونکي کې به دواړه خواوې په پر له پسې توګه خپلمنځي اړيکې نژدې کړي.

بر سېره پر دې،دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغانستان د سولې او ثبات د پياوړتيا په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای