د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران دولتي اژانس خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د مارچ په لومړۍ نېټه، د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د اقتصادي او همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون تر څنګ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره به هڅې وکړي.
دغه خبرې اترې په داسې حال کې تر سره شوې چې په تېره مياشت کې د ترکيې ولسمشر او خارجه وزير په جلا جلا توګه پر ايران نيوکه کړې وې چې د منځني ختيځ سيمې سولې ته زيان رسوي. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په هره ساحه کې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره به کوښښ وکړي. دغه راز، د منځني ختيځ سيمې د اوضاعو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په باب يې د نظريو ژورې تبادلې وکړې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |