CRI Online

د اقتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه په پاکستان کې پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 08:54:53

د پاکستان د داون ورځپاڼې د مارچ په ۲مه نيټه خبر ورکړ چې د اقتصادي همکارۍ سازمان ۱۳مه سرمشريزه غونډه د مارچ په لومړۍ نيټه په اسلام اباد کې پای ته ورسېده.

په دغه سرمشريزه غونډه کې د اسلام اباد اعلاميه خپره شوه او د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په اړه زياتې موافقې تر لاسه شوې دي. لومړۍ، د سيمې په پرمختګ کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز لخوا د مهم رول لوبولو هرکلی څرګند شوی دی. دوهمه، په راتلونکو ۳ يا ۵ کلونو کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه څو چنده زياته شي. درېيمه، د دغه سازمان د بيې شرکت ژر تر ژره په کار پيل کړي او د نورو هېوادونو د شاملېدو هڅونه وکړي. څلورمه، د دغه سازمان تر چوکاټ لاندې د برېښنا سيمه ييز بازار جوړول تر غور لاندې ونيول شي. پنځمه، د غړيو هېوادونو ترمنځ نړيواله سوداګري پياوړې شي. شپږمه، د مخابراتو له نړيوالې ټولنې سره همکاري وشي. اوومه، د سيمې دننه سيلاني چارو ته پرمختګ ورکړی شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای