د سین هوا اژانس دخبر له مخې، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې ملي کمیټې د ۵ مې دورې کلنۍ غونډې لومړۍ خبري ناسته د روانې میاشتې په ۲ نیټه په بیجینګ کې جوړه شوه او د دغه کنفرانس ویاند وانګ ګوه چینګ په دغه خبري ناسته کې د خبریالانو ځینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ویاند اعلان کړی چې د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې ملي کمیټې ۵مه کلني غونډه د روانې میاشتې د ۳ مې نیټې له غرمې وروسته په ۳ بجو په ولسي تالار کې پیل او د دغې میاشتې د ۱۳ نیټې په سهار ختمه شي.
د یو کمربند او یوې لارې په اړه دغه ویاند ویلي چې دغه ستراتیژي تاریخي او بین المللي چارې دي چې د چین له خوا وړاندی شوي خو د نړۍ په ګټه دي.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |