CRI Online

د مصر محکمې د پخواني ولسمشر مبارک لخوا د مضاهره کوونکو د وژنې په اړه دوسيې ته د برايت قطعي نتيجه ورکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 09:33:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر رسمي خبري اژانس يعنی د منځني ختيځ خبري اژانس د مارچ په ۲مه نيټه خبر ورکړ چې د مصر سترې محکمې په همدې ورځ د پخواني ولسمشر مبارک لخوا د مضاهره کوونکو د وژنې په اړه دوسيه بې ګناه نتيجه وبلله.

د خبر له مخې، دغه نتيجه وروستۍ نتيجه ده او د مرافعې وړ نه ده.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې جزايي محکمې په ۲۰۱۲ کال کې د مبارک په شمول څو تنه په عمري بند محکوم کړل، خو په ۲۰۱۴ کال کې يې بيا ياد کسان بې ګناه وبلل چې تر دې وروسته څارنوالۍ مرافعه وکړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای