CRI Online

شمالي کوريا له ماليزيا څخه غوښتنه وکړه چې دغه هېواد کې د مړه شوي کوريايي جسد دوی ته وسپاري

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 11:31:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ماليزيا ته د شمالي کوريا د پلاوي وياند ري تونګ ايل د مارچ په ۲مه نيټه وويل، دغه پلاوي په ماليزيا کې د شمالي کوريا د وژل شوي تبعه په اړه د ماليزيا د کابينې له غړي سره بحث کړی او له ماليزيا څخه يې غوښتنه کړې ده چې د دې مړي جسد ژر شمالي کوريا ته ورکړي.

ري تونګ ايل په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، دوی له ماليزيا سره د شمالي کوريا د مړه شوي جسد د ليږدونې، د شمالي کوريا د نيول شوو اتباعو د خوش کېدو او د شمالي کوريا او ماليزيا تر منځ د اړيکو په اړه خبرې اترې وکړې. پلاوي غوښتنه کړې چې بايد دغه جسد ژر شمالي کوريا ته وليږدول شي چې هويت يې تاييد شي. دوی دا هم غواړي چې د شمالي کوريا له نيول شويو اتباعو او دوه ښځينه شکمنو سره وګوري. اوس د ماليزيا ځواب ته انتظار کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای