د سین هوا اژانس دخبر له مخې د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې ملي کمیټې د ۵ مې دورې کلنۍ غونډې لومړۍ خبري ناسته د روانې میاشتې په ۲ نیټه په بیجینګ کې جوړه شوه او د دغه کنفرانس ویاند وانګ ګوه چینګ په دغه خبري ناسته کې د خبریالانو ځینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
یو خبریال دا پوښتنه کړې چې چین په جنوبي سمندر کې پوځي تاسیسات ځای پر ځای کړي دي. ځینو کسانو د دې نیوکه کړې چې چین د تګ راتګ د ازادۍ پر وړاندی ګواښونه جوړوي نو په دې اړه چین څه دریځ لري؟
وانګ ګوه چینګ یی په ځواب کې ویلي چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو څو ځله خبرې کړې دي خو زه دلته یو ځل بیا د چین دریځ روښان کوم. په جنوبي سمندر کې ټاپوګان د چین نه جلاکیدونکي برخه ده نو دا عادي خبره ده چې د چین حکومت په خپله خاوره کې ځینی پوځي تاسیسات ځای پر ځای کوي. دا د یو خپلواک هیواد قانوني حق دی. د تش په نامه ګواښ په اړه په چین کې یو متل شته چې وایي نړۍ اصلاً هیڅ ستونزه نه لري خو احمقان ربړې جوړوي.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |