CRI Online

د امريکا د سنا مجلس د انرژۍ وزير په توګه د ريک پېري ټاکنه منضور کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 14:43:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سنا مجلس د مارچ په ۲مه نيټه په ۶۲ موافقو او ۳۷ مخالفو رايو سره د انرژۍ وزير په توګه د ولسمشر ټرمپ لخوا د ښاغلي ريک پېري ټاکنه منضور کړه.

۶۶کلن پېري له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د تېکس ايالت مشر په توګه دنده پر غاړه درلوده او په ۲۰۱۲ کال کې يې د جمهوريت غوښتونکو په منځ کې د ولسمشرۍ نوماندانو په سيالي کې ګډون وکړ.

(سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای