د سین هوا اژانس دخبر له مخې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۳ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یو کوریایی کس د وژلو غندنه وکړه چې د وي ایکس په نوم زهرلرونکو موادو په واسطه وژل شوی و. دغه هیواد به د کیمیاوي وسلو ضد له سازمان او نورو بین المللی سازمانونو سره په ګډه د دغې پیښې مجرم ونیسي.
په م م کې د شمالي کوریا پخواني مرستیال استازي او مالیزیا ته د دغه هیواد د پلاوي ویاند لی جون چول وویل چې که اړوندې خواوې په دې نظر وي چې وي ایکس زهرلرونکی مواد کارول شوی نو باید نمونه یی کیمیاوي وسلو پر ضد سازمان ته ورکړل شی.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |