CRI Online

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر: روسيه د امريکا په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په اړه هېڅ علاقه نه لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 15:01:24
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پېسکوف د مارچ په ۲مه نيټه د هغې پېښې په اړه چې د امريکا د عدليې وزير په دغه هېواد کې روسي سفير سيرګی کيسلياک ته په امريکا کې د ټولټاکنو په اړه څه معلومات ورکړل، څرګنده کړه چې دا ډېر عادي کار دی چې سفير له امريکايي چارواکي سره تماس نيسي. روسيه د امريکا په کورنيو چارو کې د لاسوهنې هېڅ علاقه نه لري.

هغه څرګنده کړه چې د يادې پېښې په اړه راپورتاژ او پلټنه به د دوو هېوادونو پر راتلونکې کتنې منفي اغېزه وکړي. هغه زياته کړه چې د سفير دنده تر خپلې وسې پورې د ميشته هېواد له اداري او قانون جوړونکو چارواکو سره ليدنې کتنې دي. دا ډېره عادي خبره ده.

(سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای