CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د دولتي کمېټې کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 15:11:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲مې دورې دولتي کمېټې ۵مه غونډه د مارچ د ۳مې نيټې تر غرمې وروسته په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د چين ګوندي او دولتي مشران په دغه غونډه کې حاضر وو. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کمېټې مشر يو جنګ شنګ د دايمي کمېټې کاري رپوټ وړاندې کړ، په تېر کال کې يې د دولتي کمېټې د کارونو يادونه وکړه او په ۲۰۱۷ کال کې يې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دندو په اړه معلومات ورکړل.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای