CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې وياند: چين لا هم د نړيوال اقتصاد خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 16:13:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د درېيمې نېټې په ماسپښين د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د مارچ د دوهمې نېټې په ماسپښين د دې کنفرانس مطبوعاتي وياند وانګ چينګ ګوه په يوه خبري ناسته کې وويل چې اوس د چين د اقتصاد عمومي حالت ثابت دی او ښه تمايل لري. په نوی کال کې به چين لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک وي. په جنوبي سمندر کې د بېړيو د تګ راتګ ازادۍ په اړه د بهرني خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې ښاغلي وانګ ګوه چينګ وويل، چين په کلک ډول د بېلا بېلو هېوادونو هغه حق ساتي چې له نړيوالو قوانينو سره سم په جنوبي سمندر کې خپلې بېړۍ په ازاده توګه تګ راتګ وکړي. د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې د چين لخوا جوړ شويو سمندري څلو د بېړيو د تګ راتګ د امنيت ساتلو او د انسان ژغورنې په برخو کې فعال رول لوبولی دی.

په دې خبري ناسته کې د چين اقتصاد د کورنيو او بهرنيو خبريالانو لپاره ډېر د پاملرنې وړ مسئله وه. ښاغلي وانګ ګوه چينګ د چين د اقتصاد په اړه د بدبينۍ نظريې رد کړې او و يې ويل، د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حال کی په ٢٠١٦ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت له ٧٠ زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی چې د ٢٠١٥ کال په نسبت شپږ اعشاريه اوه سلنه زيات شوی. د پرمختګ سرعت يې د نړۍ د عمده وو اقتصادي بازارونو لومړی مقام ونيوه. برسيره پر دې، چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصادي بازار په توګه، په ٢٠١٦ کال کې يې د نړيوال اقتصادي پرمختګ په زياتوالی کې ٣٣.٢سلنه خدمتونه ترسره کړي. د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ نړيوال اقتصاد ته لا لويې بازاري اړتياوې برابرې کړې دي او لا زياتې پانګې يې هڅولې دي. په ٢٠١٧ کال کې د چين د اقتصادي لوري په اړه ښاغلي وانګ ګوه چينګ وويل

((اوس د چين اقتصاد په عمومي توګه د ثابت پرمختګ په حال کې دی، خو لا هم زموږ کوښښونو ته اړتيا لري. د روان کال په جنورۍ کې د اقتصادي حالاتو په اړه د ولسي سياسي کنفرانس د ملي کمېټې په يوه غونډه کې د ډېرو غړو له ويناوو څخه ښکاري چې زموږ د هېواد اقتصاد د ښه والي تمايل، بنسټيزې ځانګړتياوې او بنسټ نه بدلېږي. د برابرونې جوړښت د اصلاحاتو په عمده برخه بېلا بېل کارونه هم په ثابته توګه روان دي، نو د چين اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک او ټينګتيا لري. موږ بايد په ثبات کې پرمختيا ومومو. باور لرو چې په راتلونکي کال کې به چين لا هم د نړيوال اقتصاد خوځنده ځواک وي.))

د يو امريکايي خبريال د هغې پوښتنې په اړه چې وايي چين د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړي او د نورو هېوادونو د بېړيو د تګ راتګ ازادۍ ته يې ګواښ رسولی، ښاغلي وانګ ګوه چينګ يې په ځواب کې وويل، دا مسئله څو ځلې ياده شوې چې د جنوبي سمندر ټاپوګان د چين قلمرو دي، چين په خپل قلمرو کې ځينی تجهيزات او دفاعي تاسيسات ځای پر ځای کول عادي عمل ګڼي چې له خپل قانوني حق سره سمون خوري. وانګ ګوه چينګ وويل، د نورو هېوادونو د بېړيو په تګ راتګ د چين د ګواښ په اړه د انفرادي هېواد وينا له واقعيت سره سمون نه خوري.

له دې نه پرته وانګ ګوه چينګ د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين د همکارۍ حالت بيان کړ چې له مخې يې تر اوسه پورې چين له شلو هېوادونو سره ٥٦ اقتصادي همکاريزې سيمې جوړې کړې چې د اړوندو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي او د ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هڅولو لپاره يې فعال رول لوبولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای