د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ د ٤مې نېټې په سهار به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې ملي غونډې مقدماتي غونډه تر سره شي چې په کې به د غونډې رئيسه پلاوی او سرمنشي وټاکل شي او د غونډې اجنډا به هم تائيد شي.تر مقدماتي غونډې وروسته به د رئيسه پلاوي لومړۍ غونډه تر سره شي.د دې تر څنګ په همدې ورځ د سهار په ١١ بجو د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې ملي غونډې مطبوعاتي غونډه هم تر سره شي.د غونډې وياند به د غونډې د اجنډا او د ملي ولسي کانګرس د کارونو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |