CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې ٥مه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-03 20:44:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې ٥مه غونډه د مارچ په ٣مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.د غونډې په ترڅ کې به څه د پاسه دوه زره غړي د ١٣م پنځه کلن پلان په موده کې د تګلارو د پلي کېدو او د خلکو د ژوند په اړه د مسئلو په هکله بحث وکړي او د دوو سل کلنو موخو او د چيني ملت خوب د پوره کېدو لپاره به خدمتونه وکړي.

د چين د کمونېست ګوند او د هېواد مشرانو شي جين پينګ،لي که چيانګ،جانګ ده جيانګ،ليو يون شان،وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په غونډه کې ګډون درلود.په غونډه کې لومړۍ د چين د دوولسمې دورې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د پنځمې ملي غونډې اجنډا تصويب شوه. يو جنګ شنګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په استازيتوب کاري رپوټ وړاندې کړ.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای