CRI Online

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس تل د خلکو د ژوند د ښه والي او د ټولنې د ابادۍ لپاره زيار باسي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-04 08:33:14

انځور: د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د مارچ په ۳مه نېټه د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د ۵مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د دغه کنفرانس د ملي کميټې د دايمي کمسيون په استازيتوب کاري راپور وړاندې کړ.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د مارچ په درېيمه نېټه د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د ۵مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې په ۲۰۱۶م کال کې دغه کنفرانس د خلکو د ژوند د ښه والي او د ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي وويل، چې تېر کال د دغه کنفرانس دايمي کميټې د طبي او روغتيايي نظام د اصلاحاتو، د ښوونې او تعليم د عدالت او کيفيت د لوړتيا، د محصلينو د کارونو په شمول د کاري فرصتونو د زياتوالي او د قوانينو سره سم د ټولنې د ادارې لپاره وړانديزونه وړاندې کړي او تدبيرونه نيولي وو. دغه راز، دغه کنفرانس د کاري قانون د تطبيق کېدو، د هوا د ککړتيا د مخنيوي د قانون د پلې کېدو، د چينګهای جهيل د اوبو د کيفيت د ساتلو، د خوراکونو د امنيت د څارنې سيسټم د جوړولو په ساحو کې ډيموکراتيکې څارنې کړې دي. د دغه کنفرانس غړيو د ساينس او تخنيک، کولتور، روغتيا او ورزش په ساحو کې عامو وګړيو ته د خدمتونو وړاندې کولو په عملياتو کې ګډون درلود او د عامو خلکو د پوښتنو ته د ځواب ورکولو او د غوښتنو د پوره کولو لپاره يې ښه کارونه تر سره کړي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای