CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس به د ټولنې د ثبات او هماهنګي د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-04 08:47:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د مارچ په درېيمه نېټه د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د ۵مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې په ۲۰۱۷م کال کې به دغه کنفرانس د ټولنې د ثبات او هماهنګي د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې دغه کنفرانس بايد د هېواد د يووالي جبهې په توګه مهم رول ولوبوي، بايد د بېلا بېلو ساحو ترمنځ د همغږۍ او يووالي د پياوړتيا او د توپيرونو د ليرې کولو لپاره د چين له کمونېست ګوند او حکومت سره مرسته وکړي او بايد د کولتوري باور د ټينګېدو او د چيني کيسو د خپرولو تر عنوان لاندې مشورتي غونډه جوړه کړي، تر څو په ښه توګه د چيني ملت غوره او غنی مدنيت او د چين د انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو تاريخ وپيژندل شي او د چيني ملت اعتماد او وياړ پياوړی شي. دغه راز، دغه کنفرانس به د مذهبي ساحې د ځوانو استازو د روزنې، د ملي لږکيو او مذهبي ساحې د خلکو د نظرونو د راغونډولو او له ملي لږکيو او مذهبي پوهانو سره د اړيکو د ټينګولو لپاره يو لړ غونډې جوړې کړي. دغه کنفرانس به د ټولنې د ثبات او يووالي د ساتلو په هکله خپله دنده پر غاړه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای