CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په باب سوله ييزې خبرې اترې پای ته ورسېدلې.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-04 08:58:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په باب د م م سرمنشي ځانګړي استازي سټفان ډيميسټورا د مارچ د درېيمې نېټې په ماښام په ژنيو کې اعلان وکړ چې په ژنيو کې د سوريې مسئلې په باب نهه ورځنۍ سولې خبرې اترې د همدې ورځې په ماسپښين پای ته ورسېدلې. د پلان له مخې به د سولې خبرو اترو راتلونکي پړاو د روانې مياشتې پای کې پيل شي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې که څه هم د سولې خبرو اترو په دې پړاو کې د ليدو وړ برياليتوب نه دی تر لاسه شوی، خو د سوريې د حکومت او د مخالفو ډلو استازو له راتلونکو خبرو اترو سره موافقې ته رسېدلي چې دا د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره ښه زمينه برابروي.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو خواوو د تازه ګډو نظريو له مخې د سولې خبرو اترو جريان به څلور برخې ولري چې د ملي يووالي پر بنسټ د نوي حکومت جوړول، د اساسي قانون بيا ترميمول، د عمومي ټولټاکنو تر سره کول او د ترهګرۍ پرضد مبارزه کول دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای