د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د فدرالي زېرمې کميټې مشرې جانيټ ايلين د مارچ په ۳مه نېټه خبر ورکړ چې که د امريکا د اقتصاد حالات د دغې کميټې د چاروالو له وړاندوينې سره برابر وي، دا به مناسبه وي چې په مارچ مياشت کې د پس انداز ګټې لوړې شي. د څيړونکو په اند، امکان شته چې دغه کميټه به په مارچ مياشت کې د پس انداز ګټې لوړې کړي.
مېرمن جانيټ ايلين په همدې ورځ د شيکاګو د اجرايي مشرانو په کلب کې دغه څرګندونې وکړې.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |