CRI Online

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه به لس نيمې ورځې دوام ولري.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-04 12:07:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې ملي غونډې وياندې فو ينګ د فبرورۍ په څلورمه نېټه سهار په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ياده غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پرانيستل شي او د ۱۵مې نېټې په سهار به پای ته ورسېږي. د دغې غونډې په ترڅ کې به د بېجينګ د رسنيو په مطبوعاتي مرکز کې اوولس خبري ناستې تر سره شي او د اړوندو څانګو مسؤلان به د وزيرانو د لارې په نوم ځای کې له خبريالانو سره مرکې وکړي.

نوموړې وويل، چې ياده غونډه له يوولسو اجنډاوو څخه عبارت ده، د حکومت د کاري راپور په شمول د شپږو راپورونو پر ارزونې سر بېره، په دغه غونډه کې به د ملکي قانون د عمومي منشور مسوده او د ملي ولسي کانګرس د استازو د ټاکنو په باب نورې درې مسودې به وارزول. د مارچ په ۱۵مه نېټه د دغې غونډې د پای ته رسېدو په مراسمو کې به د چين صدراعظم لي که چيانګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره خبرې وکړي. تر اوسه پورې له دريو زرو نه زياتو خبريالانو د مرکو کولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې جملې څخه له يو زر او پنځه سوو نه زيات بهرني خبريالان دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای