CRI Online

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه به د مارچ په ۵مه نېټه پرانيستل شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-04 15:35:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه به د مارچ په ۵مه نېټه د سهار په نهو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي. په دغو مراسمو کې به د چين د صدراعظم لي که چيانګ لخوا د حکومت کاري راپور، د ۲۰۱۶ م کال لپاره د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د پلان د پلې کېدو د حالاتو او د ۲۰۱۷م کال لپاره د ملي اقتصاد او د ټولنيز پرمختګ په اړه د پلان په اړه راپورونه، د ۲۰۱۶م کال لپاره د مرکزي او ځايي حکومتونو لخوا د بودجو د پلې کولو د حالاتو او د ۲۰۱۷م کال لپاره د مرکزي او ځايي حکومتونو د بودجو د مسودې په اړه راپورنه به واوريدل شي او تر ارزونی لاندې به ونيول شي. له غرمې نه وروسته د بېلا بېلو هئيتونو ملي غونډه به تر سره شي او استازي به د حکومت د کاري راپور څارنه او ارزونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای