د سین هوا اژانس دخبرله مخې د روانې میاشتې د ۴ نیټې په سهار په ولسي تالار کې د ۱۲ مې دورې ملي ولسي کانګرس د ۵ مې غونډې مقدماتي غونډه جوړه شوه. د کانګرس د دایمي کمیټې مشر جانګ ده جیانګ د دغې غونډې مشري وکړه. د ملي ولسي کانګرس دغه دوره ۲۹۲۴ تنه استازي لري او تر ۳ مې نیټې پورې ۲۸۷۵ تنو په غونډه کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د منظورې شوي اجندا له مخې به د ملي ولسي کانګرس په پنځمه غونډه کې د حکومت د کاري راپور په شمول یو لړ مهم سندونه واوریدل او وارزول شي.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |