د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د ګوند او دولت مشرانو پکې ګډون وکړ.
د چين صدراعظم لي که چيانګ په پرانيستونکو مراسمو کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړ چې په تېر کال کې د حکومت عمده کارونه يې پکې راغونډ کړل او د ۲۰۱۷ کال لپاره يې پلان جوړ کړ. چين به په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا لپاره کوم تدبيرونه نيسي؟ په چين کې د اصلاحاتو په وړاندې ستونزې به له کومې لارې ليرې شي؟ د روغتيا، استوګنې او د چاپيريال د ساتلو په شمول د خلکو لخوا د پاملرنې وړ مسئلې به له کومې لارې حل شي؟ د يادو ټولو پوښتنو ځوابونه به په کاري راپور کې پيدا شي.
په راتلونکو څو ورځو کې به د دغه کانګرس غړي د کاري راپور څارنه او ارزونه وکړي او د دغې غونډې د پای ته رسېدو په مراسمو کې به اړونده رايګري تر سره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |