د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فراه ولايت وياند د مارچ په ۴مه نېټه وويل، چې يو موټر د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په شپه د سړک غاړې له يوې بمي چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږ ۸ عام وګړي ووژل او شل تنه نور ټپيان شول.
د خبر له مخې، دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې ځايي اوسيدونکو د افغان دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د موټر له لارې د جګړې له دغه ځای څخه وتل. اوس د دغې چاودنې په اړه تحقيقات روان دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |