CRI Online

لي که چيانګ: تېر کال د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان په ښه توګه تطبيق شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-05 10:09:43

لي که چيانګ: تېر کال د چين ديارلسم پنځه کلن پلان په ښه توګه تطبيق شوی.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چين د حکومت په کاري راپور کې وويل، چې تېر کال په چين کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ بهير پرمختګ موندلی، په هره ساحه کې د اصلاحاتو د ژورتيا کارونه پياوړې شوي، د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې تدبيرونه پلې شوي، په هره ساحه کې د ګوند د جدي ادارې کارونه پياوړې شوي او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه عمده موخو ته رسېدلي دي چې په دې وسيله د چين ديارلسم پنځه کلن پلان په ښه توګه تطبيق شوی دی.

تېر کال د چين اقتصاد په سالمه او ثابته توګه پرمختګ موندلی دی. د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۷۴ زره او ۴سوه مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله شپږ اعشاريه اووه سلنه لوړ شوی او په نړۍ کې مخکني مقام ونيوه. تېر کال د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چيني اقتصاد انډول له دېرش سلنې نه زيات و. تېر کال د چين په ښارونو او علاقه داريو کې ديارلس مليونه او يو سل او څلوېښت زره کاري فرصتونه زيات شوي او د چين بې کارۍ انډول څلور اعشاريه صفر دوه سلنه و چې د تېرو څو کلونو په پرتله ټيټ و. تېر کال د چين په مهمو او کليدي ساحو کې ژور اصلاحات او ورخلاصون تر سره شوی دی. د يوه کمربند او يوې لارې پلان د ابادۍ سرعت چټک شوی او يو لړ سترې نړيوالې پروژې پلې شوې دي. دغه راز، د چين د اقتصادي جوړښت د ترميمولو بهير هم چټک شوی او د پرمختګ نوی خوځنده ځواک پياوړی شوی دی. تېر کال د نويو تصديو د شمېر زياتوالی څليرويشت اعشاريه پنځه سلنې ته رسېدلی دی. تېر کال د اساسي تاسيساتو د ابادۍ په ساحه کې د ګړندي سړکونو اوږدوالی يو زر او نهه سوه کيلومتره زيات شوی او د شپږ زره او اووه سوه کيلومترو په اوږدو کې نور ګړندی سړکونه او په کليوالو سيمو کې دوه سوه او نوي زره کيلومتره سړکونه بيا ترميم شوي دي. د خلکو د ژوند په ساحه کې د اوسيدونکو رښتيني عايدات په سلو کې شپږ اعشاريه درې زيات شوي دي. په کليوالو سيمو کې د بې وزلو وګړيو شمېر دوولس مليونه او څلور لکه کم شوي او څه باندې دوه ميلونه او څلور لکه بې وزلي وګړي د ښو عايداتو لپاره نورو ځايونو کې ميشت شوي دي. د چين په دننه کې سيلانيز بازارونو چټک پرمختګ موندلی او څه باندې يو سل او شل مليونو چينايانو نورو هېوادونو او سيمو ته سفرونه کړي دي.

بر سېره پردې، تېر کال چين په بريالۍ توګه د شلو هېوادونو ډلې د هانګجو سرمشريزه غونډه تر سره کړه او د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا په بهير کې يې خپل خدمتونه کړي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای